لکي مروت کښې انټلي جنس بيسډ اپريشن،٩ خوارج ووژل شول
لکي مروت( وحدت خبر) په لکي مروت کښې انټلي جنس بيسډ اپريشن شوے دے چې پکښې ٩ خوارج وژل شويدي، دذريعو ترمخه په درګه نصيرخيل کښې دپوليس، امن کميټۍ اؤ فتنة الخوارجو ترمينځ دډزو تبادله شوې ده،د اوو ترهه ګرو مړي ترلاسه شويدي چې ترې وسله هم لاسته راوړل شوې ده،سرچينو وئيلي دي چې له دې وړاندې دبنو ډوميل کښې هم دامن کميټۍ، پوليسو او فتنه الخوارجو ترمينځ ډزې شويدي چې پکښې درې خوارج وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0