شمالي وزيرستان کښې ترهه ګرو دبهتې نۀ ورکولو له امله 6 کسان ژوندي وسوزول

Oct 22, 2025 - 22:08
 0  1
شمالي وزيرستان کښې ترهه ګرو دبهتې نۀ ورکولو له امله 6 کسان ژوندي وسوزول

دفتنة الخوارجو ترهه ګرو  دبهتې په نۀ ورکولو په شمالي وزيرستان ميرعلي کښې ګاډے ته اور اچولے چې له امله ئې شپږ کسان ژوندي سوزيدلي دي.  دميډيا رپورټ ترمخه ترهه ګرو  دظلم انتها کړې ده اؤ دبهتې په نۀ ورکولو ئې په يو ګاډي پيټرولو اړولو نه پس  ګاډي ته اور ورته کړے دے چې پکښې  موجود شپږ پې وسلې اؤ معصوم اولسي وګړي پحق رسيدلي دي. سيکورټي فورسز داطلاع په ترلاسه کيدو سيمه په ګيره کښې اخستې اؤ دترهه ګرو لټون لپاره ئې سرچ اپريشن شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي