دپي ټي ائي دسپريم کورټ نه بهر دهرنا، دسلمان راجا چيف جسټس سره ملاقات

Jan 30, 2026 - 22:50
Jan 30, 2026 - 22:52
 0  5
دپي ټي ائي دسپريم کورټ نه بهر دهرنا، دسلمان راجا چيف جسټس سره ملاقات

اسلام اباد( وحت خبر) خېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي اؤ دپي ټي ائي نورو مشرانو  دچيف جسټس سره ملاقات لپاره دسپريم کورټ نه بهر دهرنا ورکړې ده،   دسلمان اکرم راجا دچيف جسټس سره  دملاقات کيدو نه پس دهرنا ختمه کړې شوې ده. دتحريک انصاف قيادت دچيف جسټس يحيى افريدي سره دملاقات لپاره سپريم کورټ ته رسيدلے دے،دسلمان اکرم راجا اؤ لطيف کهوسه  دسپريم کورټ درجسټرار سره ملاقات  شوے چې تر لسو منټو جاري ؤ، ددې نه پس  اټارني جنرل سره هم ملاقات شوے دے، لږ ساعت پس وزيراعلى سهيل افريدے هم سپريم کورټ نه بهر رسيدلے،  دوزيراعلى داطلاعاتو خصوصي مرستيال   شفيع جان وئيلي  دسپريم کورټ چيف جسټس سره دملاقات لپاره راغلي يو، کۀ ائيني عدالت ته تلل پيښ شول نو هلته به هم ځو.  دسپريم کورټ دننه اؤ بهر  دسيکورټي اهلکارو اضافي نفري تعينات ده، دسيکورټي په نظر کښې نيولو سره قيدي وين سپريم کورټ نه بهر رسول شوے دے. دهرنې له دسينيټ اپوزيشن ليډر علامه راجه ناصر عباس هم رسيدلے دے، دپي ټي ائي کارکنانو دسپريم کورټ نه بهر نعره بازي کړې ده. چيف جسټس سره  دسلمان اکرم راجا ملاقات دديرشو منټو نه زيات روان ؤ. ملاقات کښې سلمان اکرم راجا چيف جسټس دپي ټي ائي دتحفظاتو په اړه خبر کړے دے. دملاقات نه پس  ميډيا سره خبرو کښې سلمان اکرم راجا ووئيل چې مونږ دسحر نه سپريم کورټ نه بهر موجود يو، پرون شپه مونږ دريوو بجو پورې د اډياله جيل نه بهر موجود وو، دپي ټي ائي  دباني دصحت په اړه مونږ هيڅ نه قبلوو، دظلم نظام باني دجيل نه بهر  هسپتال ته بوځي تر پينځوو ورځو دروغ وائي. سلمان اکرم راجا ووئيل چې چيف جسټس  اؤ اټارني جنرل سره ملاقاتونه وشول، ووئيلے شول چې  پمز هسپتال کښې چې څه وشول اؤ په جيل کښې چې څه وشول دې يو، يو رپورټ به دپي ټي ائي باني ته ورکولے شي، دا رپورټ  چې زمونږ مخې ته راشي نو خاندان به فيصله کوي چې دا داطمينان وړ دے که نه. دۀ ووئيل زمونږ غوښتنه ده چې دپي ټي ائي باني ناحقه قيد دے، هغه دې رها کړے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي