نوښار کښې دشوکې په دوران په مزاحمت تاجر قتل،ورور ئې ژوبل

Feb 9, 2026 - 01:00
 0  3
نوښار کښې دشوکې په دوران په مزاحمت تاجر قتل،ورور ئې ژوبل

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار پريس کلب مخې ته په کشي پل  دشوکې په يوه پېښه کښې يو تاجر وژل شوے اؤ دهغه ورور ژوبل شوے دے، دپوليسو ترمخه په موټرسائيکل سورو وسله والو ددوکان نه کور ته  دروانو تاجرانو وروڼو  شهزاد اؤ مراد دلوټلو کوشش کړے دے، دشوکمارو په ډزو يو ورور مراد خان پحق رسيدلے اؤ بل شهزاد خان سخت ژوبل شوے دے، تاجرانو په دې پېښه سخت احتجاج کړے دے اؤ پوليس نه ئې دقاتلانو دګرفتارۍ غوښتنه کړې ده. دپوسټ مارټم نه پس دمړ شوي تاجر مراد خان مړے وارثانو ته سپارل شوے دے.  دپوسټ مارټم نه پس نوښار کلان تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي