صوابۍ، ايس ايچ او عبدالعلي دعهدې نه لرې کړے شو
صوابۍ( وحدت خبر) ايس ايچ او عبدالعلي دزنانه ؤ اؤ موسيقۍ په اړه په متنازعه بيان دعهدې نه لرې کړے شوے دے، ايس ايچ او عبدالعلي په وادۀ کښې دموسيقۍ اؤ زنانه ؤ يوازې بازار ته دتللو په اړه تنازعه بيانونه ورکړي وو اؤ ددې سره ئې پخپل واټس ايپ پروفائيل دطالبانو ددفاع دوزير تصوير هم لګولے ؤ. ډسټرکټ پوليس افسر هغه ته دواټس ايپ پروفائيل تصوير لرې کولو احکامات جاري کړي، خو ايس ايچ او په دې احکاماتو دعمل کولو نه انکار کړے ے، دويډيوز وائرل کيدو اؤ احکاماتو نۀ منلو نه پس پوليس چارواکو هغه دعهدې نه لرې کړے اؤ پوليس لائينز ته درپورټ کولو هدايات ئې ورته جاري کړي دي. څو ورځې وړاندې دايس ايچ او دپرانستې کچهرې ويډيوګانې وائرل شوې وې چې پکښې هغه وئيلي وو خپلې زنانه دځناورو پشان بازارونو ته مۀ پريږدئ، هغه وئيلي په ودونو کښې به څوک هيجړاګان نۀ ګډوي اؤ نۀ به هم دموسيقۍ اجازت وي. کۀ ښځې بازارونو ته دخريدارۍ لپاره ځي نو دسړي تګ به ورسره ضرور وي.
بلخوا دايس ايچ او عبدالعلي دبدلون خلاف احتجاج شوے دے،دمانيرۍ اؤ صوابۍ خاص عوامو امن چوک کښې مظاهره کړې ده. مظاهرينو وئيلي دايمانداره ايس ايچ او يوه هفته پس بدلون دوي ته دقبلولو وړ نۀ دے، داحتجاج په دوران مظاهرينو په لاسونو کښې سپين بيرغونه پورته کړي وو اؤ دامن په حق کښې ئې نعره بازي کړې ده، دمظاهرينو وينا ده چې ايس ايچ او عبدالعلي دجرائمو خلاف سخت موقف اختيار کړے دے اؤ په پرانستې کچهرۍ کښې ئې جرائم پيشه عناصرو ته سخت وارننګ ورکړے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0