په ټانک زام چيک پوسټ دترهه ګرو دکواډ کاپټر حمله،دوه اهلکار شهيدان

Dec 28, 2025 - 22:04
 0  2
په ټانک زام چيک پوسټ دترهه ګرو دکواډ کاپټر  حمله،دوه اهلکار شهيدان

 ټانک( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کښې دصدر تاڼې حدودو ټانک زام چيک پوسټ باندې ترهه ګرو په کواډ کاپټر سره حمله کړې ده چې پکښې دوه دايف سي ځوانان شهيدان شويدي، دپوليس ذريعو وينا ده چې په شهيد شوو کښې حوالدار اصف اؤ سپاهي هاشم شامل دي،  دصوبيدار پشمول دوه ځوانان په دې حمله کښې ژوبل شوي هم دي.  دپوليس ذريعو وينا ده چې   دحملې نه پس ژوبل شوي کسان  ډي ائي خان ته منتقل کړے شويدي، سيکورټي فورسز علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن شروع کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي