دعمران خان دخويندو پشمول دپي ټي ائي دمشرانو خلاف ددهشت ګردۍ مقدمه درج

Dec 17, 2025 - 23:01
 0  1
دعمران خان دخويندو پشمول دپي ټي ائي دمشرانو خلاف ددهشت ګردۍ مقدمه درج

 اسلام اباد( وحدت خبر)  دپخواني وزيراعظم  عمران خان دخويندو پشمول دپي ټي ائي دمشرانو خلاف ددهشت ګردۍ مقدمه درج کړے شوې ده. داډياله جيل نه بهر ددهرنې ورکولو په معامله دپينډۍ صدر بيروني تاڼه کښې  مقدمه درج کړے شوې ده. دپوليسو ترمخه مقدمه دترهه ګرۍ دمخنيوي ايکټ ددفعو لاندې درج کړے شوې ده چې پکښې عليمه خان، ډاکټر عظمى، نورين نيازي، قاسم خان، سلمان اکرم راجا اؤ عاليمه حمزه نامزد کړے شويدي. دايف ائي ار ترمخه  مقدمه کښې په مجموعي توګه پينځه ديرش کسان نامزد اؤ د٤٠٠ نامعلومو ملزمانو خلاف مقدمه درج کړے شوې ده چې پکښې نعيم پنجهوتها، تابش فاروق، طيبه راجا، ناديه خټک، هارون، راجا اسد عباس، ظفر ګوندل اؤ شفقت عباس هم شامل دي. د پوليسو وينا چې ١٤ کسان دموفعې نه ګرفتار کړے شوي اؤ دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت ته پيش کړے شويدي. په مقدمه کښې الزام لګول شوے دے چې ددهرنې په دوران په پوليسو په پيټرول بمونو سره حملې شويدي، تشدد پرې شوے اؤددفعه ١٤٤ خلاف ورزي شوې ده. دپوليسو ترمخه دپېښې نور تفتيش روان دے اؤ دککړو کسانو پيژندګلو نه پس به قانوني کارروائي کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي