پاکستان سره جنګ مۀ کوه، دډونلډ ټرمپ مودي ته پيغام

Oct 22, 2025 - 11:56
 0  1
پاکستان سره جنګ مۀ کوه، دډونلډ ټرمپ مودي ته پيغام

امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  انکشاف کړے دے چې هغه بهارتي وزيراعظم نريندر مودي ته  په واضحه توګه  وئيلي دي چې پاکستان سره جنګ نۀ دے پکار. اوول افس کښې  دديوالي ددستورې په موقعه ميډيا سره خبرو کښې ډونلډ ټرمپ ووئيل چې  دهغه دبهارتي وزيراعظم سره په ټيليفوني خبرې شويدي چې پکښې دتجارت پشمول پۀ مختلفو امورو دخيالاتو تبادله شوې ده. ټرمپ ووئيل چې هغه دتجارت دلارې دتنازعاتو په حل کولو يقين لري اؤ ددې پاليسۍ لاندې هغه مودي ته وئيلي دي چې دپاکستان سره جنګ نۀ دے پکارے. دۀ ووئيل چې  دتجارت دلارې ئې اتۀ جنګونه ودرولي دي چې پکښې دپاکستان اؤ هندترمينځ ممکنه جنګ هم شامل ؤ. دۀ ووئيل چې  دپاک بهارت تاؤتريخوالي په دوران اووۀ طيارې رانسکورې کړے شويدي، خو هغه ددواړو ملکونو مشرانو سره رابطه کړې اؤ ورته ئې وئيلي دي چې کۀ چرې  جنګ ئې وکړو نو امريکا به تجارتي تعلقات  ورسره ختم کړي  دکوم نه څليريشت ګينتې وروسته چې  دواړو ملکونو ورته پيغام ورکړو چې هغوي جنګ نۀ غواړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي