دامريکې اؤ ايران ترمينح به زر امن معاهده وشي، امريکائي استازے

Jun 26, 2025 - 00:00
 0  0
دامريکې اؤ ايران ترمينح به زر امن معاهده وشي، امريکائي استازے

دمينځني ختيز لپاره امريکائي استازي اسټيو وټکوف دعوه کړې ده چې دامريکې اؤ ايران ترمينح به زر امن معاهده وشي

 امريکائي ستازي واضحه کړې ده چې  ايران ته به ائنده ديورينيم دغني کولو اجازه ورنۀ کړے شي.

 امريکائي ميډيا سره په مرکه کښې اسټيووټکوف ووئيل  دايران په جوهري تنصيباتو داوسنۍ امريکائي فضائي حملې مقصد صرف يو ؤ، اؤ هغه دا چې ايران دجوهري  افزودګۍ جوګه نۀ پريښودل.

 دۀ ووئيل  مونږ دايران سره امن غواړو خو داسې کومه معاهده بهدمنلو وړ نۀ وي چې پکښې ايران ته ديورينيم دغني کولو اختيار ورکړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي