دخېبرپښتونخوا دګورنر دپېښور دامريکائي قونصليټ جنرل ددفتر دبندولو په تجويز دتشويش اظهار

Mar 31, 2026 - 10:36
 0  8
دخېبرپښتونخوا دګورنر دپېښور دامريکائي قونصليټ جنرل ددفتر  دبندولو په تجويز دتشويش اظهار

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي  دامريکې قونصل جنرل تهامس ايکرټ اؤ قنصليټ جنرل  دسفارتي عملې په اعزاز کښې پخپل کور اسلام اباد کښې خصوصي  دغرمې ميلمستيا کړې ده، په دې موقعه ګورنر فيصل کريم کنډي اؤ دامريکې قونصليټ جنرل ترمينځ ملاقات کښې پاک امريکا تعلقاتو اؤ خپل مينځي دلچپسۍ په امورو خبرې اترې شويدي، په خصوصي توګه په ملاقات کښې دسيمې صورتحال اؤ  خېبرپښتونخوا کښې امن وامان، دلوبو ميدان ابادولو اؤ نيويارک اؤ پېښور دسسټر سټيز ګرځولو  په اقدام دپيش رفت په اړه په امورو تفصيلي خبرې اترې شويدي، ملاقات  کښې ګورنر دامريکائي چارواکو لخخوا دامريکن قونصليټ جنرل دفتر پېښور دبندولو په تجويز دصوبې دعوامو له لوري دتشويش اظهار وکړو اؤ وې وئيل چې امريکائي قونصليټ جنرل پېښور دخېبرپښتونخوا دعوامو اؤ حکومت لپاره يو اهم سهولياتي سفارتي مرکز دے چې خدمات ئې په صوبه کښې جاري پاتې کيدل پکار دي، ګورنر دامريکې قونصل جنرل ته په دې اړه  دمعاملې امريکائي سفارتخانې اؤ کانګريس سره دراپورته کولو  وينا کړې ده،  په ملاقات کښې  دنيويارک اؤ پېښور  دسسټر سيټيز درجې ورکولو دفيصلې هرکلے شوے اؤ وئيل شويدي چې دې فيصلې ته زر عملي جامه اغوستل ضروري دي  چې دغه شان دخېبرپښتونخوا اؤ نيويارک عوام ديو بل دتجربو اؤ سهولتونو نه مستفيد شي،  دۀ ووئيل چې  دکومې علاقې ترقۍ اؤ امن وامان لپاره  دلوبو ميدانونه ابادول انتهائي ضروري دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي