خېبر کښې ددوه ډلو ترمينځ ډزې، څلور قتل

Mar 30, 2026 - 15:51
 0  12
خېبر کښې ددوه ډلو ترمينځ ډزې، څلور قتل

خېبر( وحدت خبر) دقبائيلي ضلعې خېبر  باړه سيمه کښې پۀ فرنټيئر روډ  ، د عزيز مارکيټ سره نزدې د ډزو په پېښه کښې 4 کسان وژل شوي او 2 ژوبل شوي دي۔ د پوليسو ترمخه دا پېښه د پېښو  د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده، چې ابتدائي وجه يې د زمکې شخړه ښودل کېږي۔ پوليسو دا هم ويلي دي چې  دواړه ډلې د عامر شاه ګروپ او ملک دروېش ګروپ په نومونو پېژندل شوي دي، چې تعلق ئې د پېښور ضلعې د بډه بير ماشوخېل علاقې سره دے۔ د ډزو په نتيجه کښې د دروېش ګروپ 3 کسان، ملک دروېش، طلحه او حاجي محمد وژل شوي دي، او آصف ژوبل شوی دے۔ بل لوري ته د عامر شاه ګروپ 1 کس وژل شوے او ظهور ژوبل شوے دے۔ د پېښې اطلاع ترلاسه کېدو سره سم د خېبر پوليس او د پېښور د بډه بيرې پوليس موقعې ته ورسېدل۔ پوليسو د شواهدو راټولولو عمل شروع کړے دے او ويلي ئې دي چې نور  تفتيش روان دے

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي