نوښار کښې دافغان مهاجرينو خلاف دضلعي انتظاميې کارروائي،56 مهاجرين ګرفتار

Jan 26, 2026 - 22:47
 0  45
نوښار کښې دافغان مهاجرينو  خلاف دضلعي انتظاميې کارروائي،56 مهاجرين ګرفتار

نوښار( وحدت خبريال) نوښار کښې دافغان مهاجرينو  خلاف  ضلعي انتظاميې کارروائي کړې ده چې پکښې 56 مهاجرين ګرفتار کړے شويدي،  دنوښار مختلفو تاڼو کښې د نيول شوو افغان مهاجرينو خلاف  مقدمې درج کړے شوي دي ،  دټولو افغان مهاجرينو دنوښار مختلفو عدالتونو دجرمانه کولو اؤ ډي پورټ کولو حکم کړے دے، دافغان مهاجرينو ترمخه هغوي  وطن ته واپس تلل غواړي خو وسائيل نۀ دي ورکړے شوي، دضلعي انتظاميې وينا ده چې په نوښار کښې  دپټواريانو اؤ تحصيلدارانو ډيوټي لګول شوې چې هر واپس تلونکې کورنۍ ته دې ټرانسپورټ اؤ پېسې ورکړے شي اؤ هغوي ته دې په شفاف انداز کښې خوراک اؤ ټرانسپورټ فراهم   کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 1
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي