نوښار، دسرو زرو راويستلو غيرقانوني اقدامات، غر نه دکمر راپريوتو په وجه دوه کسان مړۀ، دوه ژوبل

Jan 20, 2026 - 22:05
 0  4
نوښار، دسرو زرو راويستلو غيرقانوني اقدامات، غر نه دکمر راپريوتو په وجه دوه کسان مړۀ، دوه ژوبل

نوښار( وحدت خبر)  دغيرقانوني سرو زرو راويستلو کوشش کښې  دوه مزدوران مړۀ شوي دي، دسرچينو وينا ده چې  دوه مزدوران په ژوبل شوي حالت کښې ژغورل شويدي،سرچينو وئيلي دي چې دنوښار نظام پور نمل کلي اؤ اټک خورد سرحدي کلي سره جهنډا  په مقام دريائے سندهـ نه  په غيرقانوني توګه دسرو زرو راويستلو په کوشش کښې دغر نه دکمر راپريوتو په سبب څلور کسان لاندې شوي چې پکښې دوه په موقعه مړۀ شوي اؤ دوه نور په ژوبل حالت کښې راويستل شويدي. دمقامي ذريعو وينا ده چې  دمړو شوو مزدورانو پيژندګلو دطارق خان ولد حاجي اصيل باز اؤ وحيد خان ولد علي ګل په نومونو سره شوې ده چې تعلق ئې داټک ضلعې سره دے، دمقامي خلقو ترمخه  دزخميانو او مړو شوو کسانو تعلق خواس خيل قوم سره دے. مقامي پوليسو پېښې نه دلاعلمۍ اظهار کړے،ريسکيو١١٢٢ وئيلي ديو ته کوم کال نۀ دے ترلاسه شوے، دمقامي خلقو وينا ده چې اکيره دغيرقانوني سرو زرو  مائيننګ په وجه خلق پخپلې مرستې سره مړي اؤ ژوبل کسان راوباسي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي