دصوبائي اسمبلۍ دغړو دتيمرګرې پوليس لائن دوره
پېښور( وحدت خبر) دصوبائي اسمبلۍ غړو دتيمرګرې پوليس لائن دوره کړې ده، دپوليس ځوانانو دصوبائي اسمبلۍ غړو ته سلامي پيش کړې ده ، دتفصيلاتو ترمخه د ايم پي اے اے شفيع الله خان، ايم پي اے لياقت خان ، ايم پي اے همايون اؤ ايم پي اے عبدالرحمان دپوليس لائن تيمرګرې دوره کړې ده، داسمبلۍ غړو دشهيدانو په يادګاري حاضري ورکړې اؤ دګلونو څادر ئې پرې غوړولے، دوي دشهيدانو ددرجو لوړوالي لپاره فاتحه خواني هم کړې ده. داسمبلۍ غړو ډسټرکټ پوليس افسر تيمور خان سره دکوز دير په موجوده صورتحال دخيالاتو تبادله هم کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0