دطالبانو رجيم دحکمرانۍ په سبب ترټولو زيات پاکستان متاثره شوے دے، بين الاقوامي جريده
اسلام اباد( وحدت خبر) بين الاقوامي جريدې رپورټ ورکړے دے چې دافغانستان دطالبانو رجيم دحکمرانۍ په وجه پاکستان ترټولو زيات متاثره شوے دے اؤ دذالبانو دسفارتي کوټلي حمايت باوجود هم دپاکستان دسلامتۍ صورتحال خراب شوے دے. دبين الاقوامي جريدې دي ډيپلوميټ ترمخه دطالبانو رجيم دحکمرانۍ په مضرو اثراتو کښې پاکستان سرفهرست دے، په ٢٠٢١م کښې دطالبانو واپسي پاکستان په سيمه کښې داستحکام موقعه ګڼلې خو نتيجې ئې برعکس راوتلي دي. په رپورټ کښې وئيل شويدي چې پاکستان دطالبانو په سفارتي اؤ انساني کچه کوټلے حمايت کړے، ددې باوجود هم دپاکستان دسلامتۍ صورتحال خراب شوے اؤ په افغانستان کښې دطالبانو دواپسۍ نه پس پاکستان دترهه ګرۍ دنوې چپې سره مخ شوے دے.، بين الاقوامي جريدې وئيلي دي چې په افغانستان کښې ټي ټي پي، الاقعده اؤ د داعش خراسان دهشت ګرد فعاله دي، افغان خاوره پرله پسې دپاکستان خلاف ددهشت ګردۍ لپاره استعماليږي اؤ دافغانستان نه دسرحد پورې غاړې نه حملو کښې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان دهشت ګرد ترټولو زيات ککړ دي. په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ په پېښو کښې دافغان وګړو شموليت ٧٠ فيصده ته رسيدلے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0