خېبرپښتونخوا کښې 13 ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

Jan 15, 2026 - 23:26
 0  7
خېبرپښتونخوا کښې 13 ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار

پېښور( وحدت خبر) امنيتي ځواکونو د جنورۍ په 13 او 14 نېټه د خېبر پښتونخوا په بنو او کرم ضلعو کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوه عمليات ترسره کړل، چې پکښې د هند له پراکسي فتنه الخوارج سره تړاو لرونکي 13 خوارج ووژل شول۔

د ائي اېس پي آر له مخې، د خوارجو د موجودګۍ د اطلاع پر اساس امنيتي ځواکونو په بنو ضلع کښې استخباراتي عمليات ترسره کړل۔ د عملياتو پر مهال ځواکونو د خوارجو پټنځاي په مؤثر ډول په نښه کړ، او د سختې نښتې وروسته 8 خوارج ووژل شول۔

يو بل استخباراتي عمليات په کرم ضلع کښې ترسره شو، چېرې چې د ډزو د تبادلې پر مهال په مؤثره کارروايۍ کښې 5 خوارج ووژل شول۔

د ائي اېس پي آر له مخې، په سيمه کښې د ممکنه موجود هند پلوه خوارجو د له منځه وړلو لپاره د کليرنس او تلاشي عمليات روان دي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي