نوښار، دقتل مرکزي مجرم ته دعمر قيد اؤ ٣٥ لکه روپو دجرمانې سزا
نوښار( وحدت خبريال) نوښار ماډل کريمنل ټرائل کورټ اضاخيل بالا کښې دماشومانو دجنګ په دوران ددوه ديرش کلن ځوان په بې دردۍ سره دقتل دمقدمې فيصله اورولې ده. دجرم په ثابتيدو مرکزي مجرم محمد اسحاق ته دعمر قيد بامشقت اؤ ٣٥ لکه روپو دجرمانې سزا اؤ شريک ملزم محمد جميل اشتهاري ګرځول شوے اؤ بليک وارنټ ئې جاري کړے شوے دے. مجرم دسزا دحکم اورول کيدو نه پس په سخت حفاظت کښې سنټرل جيل مردان ته منتقل کړے شوے دےز دزاهد ګل ماډل کريمنل کورټ، ايډيشنل سيشن جج نوښار اضاخيل بالا کښې دماشومانو په جنګ کښې ددوه ديرش کلن مقتول راشد حسين په بې دردۍ سره په ډزو دقتل کولو دجرم په ثابتيدو ملزم محمد اسحاق ته يده سزا اورولې ده. داستغاثې ترمخه پېښه په ٧م دسمبر ٢٠١٧م کښې شوې وه، مقدمه کښې محمد اسحاق پوليسو دمقابلې نه پس نيولے ؤ، دويم ملزم محمد جميل پټ شوے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0