افغانستان کښې دسرو زرو په درنګ دچينائي کمپنۍ اؤ مقامي خلقو ترمينځ نښته،څلور مړۀ
دافغانستان دتخار ولايت په چاه آب ضلع کښې دچينائي اؤ مقامي خلقو ترمينځ دنښتې پهدوران کم از کم ددريوو مقامي کسانو اؤ کمپنۍ ديو محافظ دوژل کيدو اطلاع ترلاسه شوې ده، دمقامي ذريعو ترمخه دا پېښه دګل په ورځ هاغه وخت وشوه کله چې دچين افغانستان ډايولونګ زيرن مائيننګ اينډ پروسسيسګ کمپنۍ ګاډي ته داحتجاج په دوران اور ورته کړے شو. تخار کښې دسرو زرو ددرنګ تيکه دمعدنياتو اؤ تيلووزارت يوې چينائي کمپنۍ ته ورکړې ده چې چې افغان شراکتداران ئې هم شته. مقامي خلقو دکن کنۍ لپاره دکار کوونکې چينائي کمپنۍ خلاف داحتجاج په دوران دکمپنۍ دساتونکو سره نښته کړې ده، درپورټ ترمخه مقامي خلق په کمپنۍ الزام لګوي چې هغوي په غيرقانوني توګه کان کني کوي اؤدعلاقې فطري وسائيلو ته نقصان رسوي. دافغانستان دمعدنياتو او تيلو وزارت ترجمان همايون افغان تصديق کړے دے چې چاهب اب ضلع کښې ديوې ټيکه دارۍ کمپنۍ دملازمانو او مقامي خلقو ترمينځ دسرو زرو په کان نښته شوې ده چې په نتيجه کښې ئې ځاني اؤ مالي نقصان اوښتے. يو وفد دپېښې دمکملو تحقيقاتو لپاره تخار ته روان کړے شوے دے اؤ زر به نور تفصيلات جاري کړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0