مونږ دشروع نه دترهه ګرو ددوباره ابادول کيدو خبره کوله،شفيع جان

Dec 31, 2025 - 23:42
 0  2
مونږ دشروع نه  دترهه ګرو ددوباره ابادول کيدو خبره کوله،شفيع جان

پېښور( وحدت خبر)  مونږ دشروع نه  دترهه ګرو ددوباره ابادول کيدو خبره کوله،  جولائي ٢٠٢٢م کښې دسيکورټي کميټۍ غونډه کښې دترهه ګرو ددوباره ابادولو فيصله شوې وه، ترهه ګر دوباره اباد کړي هم دي اؤ اوس  دملټري اپريشن خبره هم دوي کوي، دغه خبرې دخېبرپښتونخوا داطلاعاتو ځانګړي مرستيال شفيع جان پېښور پريس کلب کښې  پريس کانفرنس ته دوينا په وخت کړيدي.    شفيع جان ووئيل چې  تاسو به کتلي وي اؤ تاسو به دصوبائي اسمبلۍ کارروائي هم کتلې اؤ هغه به مو کور کړي وي، تاسو ټول باخبره صحافيان يئ، مونږ په فلور چغې وهلې چې دا خلق دلته دوباره ابادولے شي، دا خلق راغلي دي، ددې خلقو مخه ونيسئ، دا خلق اوس په غر  کښې دي، اوس لا لس دي، چې لاندې راشي نو شل به شي، چې لږ وړاندې لاړ شي نو شمير به ئې څلويښت شي، نو مونږ خو دشروع ورځې نه  دا چغې وهلې چې دا خلق دلته دوباره ابادولے شي، مونږ دا منو هم اؤ دا ټول مني هم، دۀ ووئيل جولائي ٢٠٢٢م کښې دسيکورټي کميټۍ غونډه کښې دترهه ګرو ددوباره ابادولو فيصله شوې وه، په دې وخت کښې وزيراعظم شهبازشريف ؤ، پېښور پريس کلب کښې   دپريس کانفرنس په دوران شفيع جان ووئيل چې ترڅو چې دصوبائي حکومت خبره ده  نو زمونږ خو ټول نظر په دوي دے، کۀ دسدرن بيلټ خبره تاسو کوئ چې هلته دسيکورټي حالات ښه نۀ دي  نو تاسو به کتلي وي چې مونږ  دصوبائي اسمبلۍ په تيره غونډه کښې ديو ديرش اربو روپو پيکج دسي ټي ډي لپاره ورکړے دے  اؤ دسپيشل برانچ لپاره، چې پکښې اووۀ اربه ريليز کړے شوي هم دي چې به پرې وسلې اخستل کيږي، بلټ پروف ګاډي به پرې اخستل کيږي،دفترونه به جوړولے شي،ايچ ار ، چې ددوي ضرورت دے، هغوي به بهرتي کولے شي، نو دصوبائي حکومت نه چې  نه چې څومره کيږي هغه کوي، مونږ خپله سي ټي دي اؤ پوليس په وسله سمبالوو چې دغه شان ددوي مقابله وکړے شي، خو دبندو کمرو والا ته به هم سوچ کول وي چې  دغه شان کومه فيصله به په دې خېبرپښتونخوا کښې څوک نۀ قبلوي، ترڅو چې دکورکمانډر خبره ده نو چيف ايګزيکټيو سهيل افريدے دے، هغه ته دهغه دفتر ته راتګ پکار دے اؤ هلته په سيکورټي خبره کول پکار دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي