بنو، په سي ټي ډي دترهه ګرو حمله،دپوليس سخت جواب،٥ ترهه ګر ووژل شول

Nov 22, 2025 - 15:06
 0  4
بنو، په سي ټي ډي دترهه ګرو حمله،دپوليس سخت جواب،٥ ترهه ګر ووژل شول

پېښور( وحدت خبر) دبنو ډوميل هلال چوک کښې دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې ، سي ټي ډي، باندې ددهشت ګردو دحملې نه پس پوليسو سخته او فوري جوابي کارروائي کړې ده چې پکښې پينځه حمله کوونکي وژل شويدي، په جوابي ډزو کښې دوه مقامي اولسي وګړي هم شهيدان شويدي،  دسي ټي ډي ترمخه هلال چوک کښې د سي ټي ډي په اے پي سي دهشت ګردو ډزې کړيدي چې له دې وروسته پوليسو هم فوري جوابي کارروايۍ کړې ده، دهشت ګرد دډزو نه پس نزدې کور ته داخل شوي چرته چې  دمزاحمت په دوران دوه اولسي وګړي هم شهيدان شويدي، اپريشن تر اتوو ګينټو روان ؤ، دوژل شوو ترهه ګرو نه وسله هم برامد کړے شوې ده،  ديو دهشت ګرد پيژندګلو درسول عرف کمانډر اريانه په توګه شوې ده، دنورو ترهه ګرو دپيژندګلو عمل روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي