استنبول کښې مذاکرات اؤ په چمن پوله پاک افغان نښته

Nov 7, 2025 - 09:58
Nov 7, 2025 - 10:03
 0  2
استنبول کښې مذاکرات اؤ په چمن پوله پاک افغان نښته

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دترهه ګرۍ مخنيوي لپاره  دمذاکراتو دريم دور  دقطر او ترکيې  په مينځګړتوب  سره په استنبول کښې ترسره شوے دے، دخبرو اترو په دوران افغان طالبانو دچمن په پوله دجنګ بندۍ خلاف ورزي کړې ده. دسفارتي ذريعو  وينا ده چې  دمذاکراتو اغاز داستنبول په مقامي هوټل کښې شوے دے.

دپاکستاني وفد مشري دقومي سلامتۍ مشير اؤ ډائريکټر جنرل  انټرسروسز انټلي جنس  ليفټننټ جنرل عاصم ملک کړې ده. افغان وفد دملا عبدالحق واثق  په مشرۍ  مقامي هوټل ته رسيدلے. دپاکستان داطلاعاتو وزارت ترمخه  په چمن پوله ډزې دافغانستان له اړخه شروع شويدي چې پاکستاني ځواکونو ئې ذمه وارانه  جواب ورکړےدے.

بلخوا افغان چارواکي تور پورې کوي چې  په چمن پوله دخبرو اترو اغاز دپاکستاني ځواکونو لخوا شوے دے خو په دې اړه هغوي کوم شواهد نۀ دي وړاندې کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي