بنو، دپوليسو په چوکۍ دترهه ګرو حمله پشا وتمبول شوه، يو اهلکار ژوبل

May 23, 2025 - 20:55
 0  0
بنو، دپوليسو په چوکۍ  دترهه ګرو حمله پشا وتمبول شوه، يو اهلکار ژوبل
Kp Police

دخېبرپښتونخوا دبنو ضلعې  پوليس چوکۍ فتح خيل باندې ترهه ګرو دشپې حمله کړې ده چې پکښې يو پوليس اهلکار  ژوبل شوے دے.

دپوليس ذريعو وينا ده چې  دحملې په وخت ترهه ګرو ددرنو وسلو استعمال کړے دے، دحملې وروسته ار پي او سجاد خان، ډي پي او سليم عباس کلاچي، ايس پي سي ټي ډي  وروسته  دپېښې ځائے ته رسيدلي دي.

 دپوليس ذريعو وينا ده چې ټولې پوليس تاڼې اؤ چوکۍ دشدت خوښو دتيښتې دمخنيوي لپاره الرټ کړے شوې وې ، شدت خوښو ددرنو وسلو استعمال کړے خو پوليسو دغه حمله باالاخره په شا تمبولې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي