په غزه داسرائيلو بمباري،نور105 فلسطينيان شهيدان

Jul 10, 2025 - 09:45
 0  0
په غزه داسرائيلو بمباري،نور105 فلسطينيان شهيدان

په غزه اسرائيلو يو ځل بيا بمباري کړې ده، دتير يو شواروز په دوران داسرائيلو په فضائي حملو کښې نور ١٠٥ فلسطينيان شهيدان شوي او د٥٣٠و نه زيات ژوبل شويدي.

دعرب ميډيا ترمخه  داسرائيلو جنګي طيارو امدادي کيمپونه، پناه ځايونه او داستوګنې علاقې په نخښه کړيدي چې په نتيجه کښې ئې په ګڼ شمير کښې بې وسلې وګړي شهيدان شويدي.

 دتازه شميرې ترمخه  په غزه کښې دجاري جارحيت په دوران تراوسه دشهيد شوو فلسطينيانو شمير 57 زره 680 و ته رسيدلے دے، دژوبل شوو کسانو شمير يو لک 37 زره 409و ته رسيدلے دے. امدادي ادارې دا صورتحال بدترين انساني بحران ګرځوي.

اخوا دحماس عسکري څانګې القسام بريګيډ داسرائيلو په فوج په جوابي حملو کښې شدت راوستے او دمرکاوا ټينک او دوه بکتر بند ګاډو تباه کولو دعوه ئې کړېده.

 بل لوريته اسرائيلي فوج دجنوبي غزه علاقې خان يونس کښې دخپل يو فوجي دهلاکت تصديق کړے دے. په يو بيانکښې وئيل شويدي چې دغه فوجي دغزه پټۍ کښې دروان جنګ پهدوران وژل شوے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي