ټانک، دوسله والو په ډزو دايليټ فورس اهلکار قتل

Jul 1, 2025 - 15:14
 0  0
ټانک، دوسله والو په ډزو دايليټ فورس اهلکار قتل

 په ټانک ضلع کښې دکور مخې ته دنامعلومو وسله والو لخوا شوو ډزو کښې دايليټ فورس سپاهي شهيد شوے دے،

دشهيد کړے شوي سپاهي پيژندګلو دعارف الله په نوم سره شوې ده، دا پېښه دټانک  دګل امام تاڼې حدودو کښې شوې ده.

دذريعو وينا ده چې نامعلومو وسله والو سپاهي عارف  دکوې مخې ته  ددوکان سره نزدې په هدف کړے دے، دپېښې وروسته سيمې ته په ګڼ شمير کښې پوليس اهلکار رسيدلي ا دپېښې تحقيقات ئې شروع کړي دي،

 دذريعو وينا ده چې  شهيد کړے شوے سپاهي  عارف الله  کور ته په رخصتۍ راغلے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي