ټي ټي پي او بلوچ شدت خوښو دافغان خاورې نه خپلې کارروايۍ جاري ساتلي،عاصم افتخار
دمتحده قامونو په جنرل اسمبلۍ کښې دافغانستان په صورتحال کيدونکې خصوصې مباحثې ته په وينا کښې په ملګرو ملتونو کښې دپاکستان مستقل استازي عاصم افتخار وئيلي دي چې دافغانستان نه زيږيدلې ترهه ګري دپاکستان لپاره يوه سنجيده اؤ مسلسل خطره جوړه شوې ده.
دۀ وئيلي دي چې افغان خاوره دبدقسمتۍ نه مسلسل دپاکستان خلاف استعماليږي چې ورسره نۀ يوازې زمونږ قومي سلامتي متاثره کيږي بلکې دټولې سيمې امن هم په خطره کښې دے، مونږ ته به يقيني جوړول وي چې افغانستان دوباره دترهه ګرو محفوظه ځاله جوړه نۀ شي.
عاصم افتخار وئيلي دي چې دداعش پشان عالمي دهشت ګرد نيټ ورک اوس هم افغان عبوري حکومت په نخښه کوي،دالقاعده اؤ فتنه الخوارجو پشان عناصرو دافغانستان نه خپلې سرګرمۍ جاري ساتلي دي، دۀ ووئيل ټي ټي پي او بلوچ شدت خوښو دافغان خاورې نه خپلې کارروايۍ جاري ساتلي دي
عاصم افتخار انکشاف کړے دے چې کالعدم تحريک طالبان پاکستان خواؤشا په شپږ زره دهشت ګردو مشتمله يوه لويه ډله ده چې نۀ صرف دپاکستان بلکې دعالمي ورورولۍ لپاره هم خطره ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0