باجوړ کښې دبمي چاؤدنې له امله 5 تنه وژل شوي،11 ژوبل
دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې باجوړ کښې په يوه بمي چاؤدنه کښې څلور تنه شهيدان شوي اؤ يوولس نور ژوبل شويدي. دسيمې نه دسرچينو وينا ده چې چاؤدنه دباجوړ دخار تحصيل په صديق ابادکښې شوې ده چې پکښې دناوګۍ
داے سي پشمول څلور کسان شهيدان شوي اؤ يوولس نور ژوبل شويدي.يوې بلې سرچينې وئيلي دي چې تيره غرمه داسسټنټ کمشنر ناوګۍ په ګاډي شرپسندو په ريموټ کنټرول بم سره حمله کړې ده چې په نتيجه کښې دناوګۍ دتحصيلدار، يو پوليس اهلکار اؤ يو لاروي پشمول څلور کسان شهيدان شوي اؤ دپينځه پوليس اهلکارو پشمول يوولس کسان ژوبل شويدي. دذريعو وينا ده چې په دې چاؤدنه کښې دناوګۍ اے سي، تحصيلدار وکيل خان، صوبيدار نور حکيم اؤ يو سپاهي هم ساه ورکړې ده.
ژوبل شوي کسان دښار هسپتال ته رسول شويدي. دپوليس ذريعو وينا ده چې په چاؤدنه کښې داسسټنټ کمشنر ګاډے په نخښه کړے شوے دے. دباجوړ ډي پي او په دې چاؤدنه کښې دڅلورو کسانو دمړينې تصديق کړے دے. دشهيدانو دجنازې لمونځ وروسته دباجوړ په پوليس لائن کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے. دجنازې لمونځ کښې کمانډنټ باجوړ سکاوټس بريګيډئير سعد محمد ډپټي کمشنر باجوړ شاهد علي خان، ډسټرکټ پوليس افسر باجوړ وقاص رفيق، سول ايډمنسټريشن افسرانو، پوليس افسرانو، سياسي اؤ علاقائي مشرانو او دژوند مختلف مکاتب فکر خلقو په جنازه کښې ګډون کړے دے. دشهيدانو مړي دپوليس داسپيشل سکواډ ترڅنګ ابائي علاقو ته روان کړے شويدي چرته چې هغوي په پوره سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شويدي.
د مائن په چاٶدنه كښې د ناوګۍ اسسټنټ کمشنر فېصل سلطان پشمول 4 كسان شهيدان او 11 ژوبل شوي دي ٬ په نورو شهيدانو كښې تحصيلدار وكيل، د باجوړ پوليس اے اېس ائي نور حکيم او پوليس کانسټيبل رشيد شامل دي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0