باجوړ کښې په ډزو پوليس اهلکار شهيد

Jun 25, 2025 - 11:32
 0  1
باجوړ کښې په ډزو پوليس اهلکار شهيد

 دخېبرپښتونخوا په قبائيلي ضلع باجوړ کښې نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي چې له امله ئې  پوليس اهلکار شهيد شوے دے، په دوه هفتو کښې دپوليس اهلکارو دټارګټ کلنګ دا دويمه پېښه ده.

 دباجوړ تحصيل ماموند علاقې عمرے کښې دواړه ماموند تانې  په ګيټ دډيوټۍ په دوران نامعلومو وسله والو ډزې  کړيدي چې په نتيجه کښې ئې پوليس اهلکار بادشاه دغاښي لوئي ماموند اوسيدونکے شهيد شوے دے

. وروسته دهغه  جنازه په پوليس لائن سول کالونۍ خار کښې ادا کړے شوې ده، دپوليسو دستې شهيد ته سلامي ورکړېده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي