دپاکستان نيوي دزمکې نه فضاء پورې دوار کوونکي ميزائيل کاميابه تجربه

Jan 10, 2026 - 22:28
 0  5
دپاکستان نيوي  دزمکې نه فضاء پورې  دوار کوونکي ميزائيل کاميابه تجربه

  اسلام اباد( وحدت خبر) پاک بحريې په شمالي بحيره عرب کښې  داپريشنل اؤ جنګي تياريو شانداره مظاهره کړې ده، دسمندر دکچې نه فضاء کښې دوار کوونکي ايل وائي-٨٠ کاميابه تجربه شوې ده چې فضائي هدف ئې په کاميابۍ سره په نخښه کړے دے،  دپاک بحريې جديد دفاعي نظام په فضاء کښې  داوږدې فاصلې پورې دوار کولو دصلاحيت تصديق کړے دے، د لوئټرنګ ميونيشن دلارې  داوبو په کچه اهداف په کاميابۍ سره په نخښه کړے شويدي. دائي ايس پي ار ترمخه د لوئټرنګ ميونيشن  دسمې نخښې لګولو صلاحيت ثابت شوے دے. دبغير پائيلټه بحري جهاز په پرانستي سمندر کښې  دکامياب پيټرولنګ مظاهره هم شوې ده چې  خودکاره بحري ټيکنالوجۍ کښې  اهم پرمختګ دے. يو ايس وي دتيزرفتاره کارکردګۍ اؤ مشن دکريټيکل پائيداره کاميابه مظاهره کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي