ډي ائي خان، کندې ته دګاډي لوئيدو پېښه کښې څلور مړۀ

په ډيره اسماعيل خان کښې يو ګاډے ژورې کندې ته پريوتے دے چې له امله ئې ددوه وروڼو پشمول څلور کسان مړۀ شويدي.
دپوليسو وينا ده چې ډي ائي خان کښې دالمرکلان کلي نه راروان ګاډے ژورې کندې ته پريوتے دے، پېښه کښې دوه کسان ژوبل شوي هم دي، مړو شوو کښې دوه وروڼه اؤ يوه ماشومه هم شامل ده.
دريسکيو چارواکو وينا ده چې لاشونه او ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شويدي.
What's Your Reaction?






