دايران په اسرائيلو حملې، اسرائيليان دسمندر دلارې په تېښته مجبور،دموساد مرکز په نخښه کړے شو

Jun 17, 2025 - 23:27
 0  1
دايران په اسرائيلو حملې، اسرائيليان دسمندر دلارې په تېښته مجبور،دموساد مرکز په نخښه کړے شو

 ايران  داسرائيلو په دارالحکومت تل ابيب اؤ حيفه ښار  په بيلسټک ميزائيلونو اؤ ډرونز سره حمله کړې  دکوم نه پس چې په اسرائيلو کښې  سائرنې غږول شويدي

 دايراني ميډيا ترمخه  دحيفه رمات ډيوټائيربيس په نخښه کړے شوے دے، اسرائيلو هم په تهران تازه حمله کړې ده، دايران دحملې نه پس په اسرائيلو کښې دحيفه ريفائنري په مکمله توګه بنده کړے شوې ده اؤ  درې ملازمان ئې وژل شويدي.  

ايران داسرائيلو خلاف  دجوابي کارروائيو په دوران په تل ابيب کښې دموساد هيډکوارټر باندې هم حمله کړې ده ، دايران دحملې نه پس دموساد په هيډکوارټر کښې اور لګيدلې دے چې ورسره  په علاقه کښې لوګي پورته شوي دي،  دې حملې سره په ښار کښې ويره ترهه خوره شوې ده، ايراني سرکاري ټي وي باندې نشر کړے شوي بيان کښې  پاسداران انقلاب وئيلي  مونږ دصيهوني حکومت دفوج انټلي جنس مرکز اؤ ددهشت ګردۍ دکارروائيو منصوبه بندي   کوونکي موسد په مرکز حمله کړې ده

 دايران پاسداران انقلاب وئيلي دي چې تل ابيب کښې دموساد دهيډکوارټر نه علاوه د فوجي انټلي جنس ادارې امان مرکزونه هم  نيغ  په نيغه په نخښه کړے شويدي، دايران پاسداران انقلاب وئيلي دي چې  دقابض اسرائيلو خلاف  ديوې نوې اؤ وړاندې نه دزياتې طاقتورې چپې اغاز شوې دے

 دايران دنيمې سرکاري تسنيم نيوز ايجنسۍ ترمخه دايران په جوابي حملو کښې دشدت راتللو نه پس داسرائيلو صدر زيرزمين شيلټر کښې پناه اخستې ده،بلخوا دميډيا ديو رپورټ ترمخه دايران لخوا دپرله پسې ميزائيل حملو په وجه داسرائيلو دميزائيل دفاعي نظام ددباؤ سره مخ دے اؤ دجديدو ميزائيلونو مخنيوے ددې لپاره يو امتحان ثابتيږي

 داسرائيلي ميډيا ترمخه  دګل په شپه دايران لخوا په اسراييلو چې څه قسمه ميزائيلونه داغل شوي دداسې حملو په مخنيوي تقريباً ٢٨ کروړه اؤ ٧٠ لکه ډالر لګښت راځي، بلخوا دميډيا په يو رپورټ کښې وئيل شويدي چې  دايراني ميزائيلي حملو نه تنګ اسرائيليان دسمندر دلارې تېښته کوي.

 اسرائيلي اخبار هارټرز ديو رپورټ ترمخه  دفضائي حدودو بنديدو اؤ پروازونو معطل کيدو په وجه  اسرائيلي وګړي دکشتو دلارې دملک نه  تښتي اؤ قبرص ته روان دي.

  دپاسداران انقلاب دترجمان جنرل علي محمد وينا ده چې  داپريشن وعده صادق -٣م دا نهمه چپه ده چې تر سحره به جاري وي، مونږ به دشمن ديوې لحظې لپاره هم  امن ته پرې نږدو.بلخوا داسرائيلو فوج ترجمان دهمکي ورکړې ده چې په غزه کښې مو څه وکړل، هغه به په ايران کښې هم کوو، داسرائيلي فوج ترجمان ايران ته دهمکي ورکړې ده چې څه اسرائيلو په لبنان، غزه اؤ  لويديزه غاړه کښې وکړل، په ايران کښې به هم هاغه کوو

 دالعربيه اردو ديو رپورټ ترمخه تيره ورځ يو پريس کانفرنس ته وينا کښې  داسرائيلي فوج ترجمان  په ايران دشوو حملو په اړه خبره کړې اؤ وئيلي ئې دي چې  داتوار په ورځ په ايران شوو حملو کښې پنځوسو نه زياتو طيارو شرکت کړے اؤ په دې حملو کښې د١٢٠ نه زيات اهداف په نخښه کړے شويدي.

په عين حال کښې دعرب ميډيا ترمخه اسرائيلي فوج دختم النبيا دسنټرل هيډکوارټر دمشر علي شادماني دشهيدولو دعوه کړې ده.

بل اړخ ته  داسرائيلو لخوا تيره روځ دايران په نشرياتي اداره شوې اسرائيلي حمله کښې  دميډيا ددرې کارکنانو دشهيديدو اطلاعات ترلاسه شويدي.په عين حال کښې  ايران  دمتحده قومي سلامتي کونسل ته خبردارے ورکړے دے چې  په ايران اسرائيلي حملو کښې دتل ابيب سره مرسته کوونکي ملکونه دې دبحران  دنتيجو سره مخ کيدو ته تيار اوسي ځکه چې هغوي به هم په قانوني توګه ددې حملو ذمه وار وي، دغه خبره په متحده قامونو کښې  دايران مستقل استازي امير سعيد ايراواني  سلامتي کونسل ته ليږل شوي يو خط کښې کړې ده

 بل اړخ ته دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ صحافيانو سره په خبرو کښې وئيلي دي چې دا وخت ايران سره دخبرو اترو کولو په موډ کښې نۀ يم.

همدغه شان دچين دخارجه وزارت نه جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې  امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ  دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ په تاؤتريخوالي کښې   بل اور ته  هوا ورکوي اؤ دا تنازعه نوره هم سيوا کوي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي