تربت کښې په کور دراکټ حمله اؤ ډزې، ديوې کورنۍ شپږ کسان مړۀ

Feb 25, 2026 - 14:21
 0  4
تربت کښې په کور دراکټ حمله اؤ ډزې، ديوې کورنۍ شپږ کسان مړۀ

تربت( وحدت خبر) دبلوچستان  دتربت ضلعې تحصيل بليده علاقې ميناز کښې په يو کور دراکټ حملې اؤ  ډزو کښې ديوې کورنۍ شپږ کسان وژل شويدي، حمله کښې درې کسان سخت ژوبل شوي هم دي، مړو شوو کښې زنانه اؤ ماشومان شامل دي. دذريعو وينا ده چې دا پېښه هاغه وخت وشوه کله چې دنامعلوم اړخ نه راغلے راکټ داستوګنې په يو کور راپريوتو اؤ ددې نه فوري پس دډزو غږونه هم واوريدل شول. دچاؤدنې  شدت دومره سيوا ؤ چې ورسره دکور ديوالونه هم راپريوتې اؤ پکښې دننه موجود خلق دملبې لاندې شول. مقامي خلقو مړي اؤ ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړيدي. دپېښې اطلاع ترلاسه کيدو سره سم  دقانون نافذونکو ادارو  اهلکار موقعې ته رسيدلي اؤ په سيمه کښې ئې سرچ اپريشن شروع کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي