داسرائيلو په ايران ددوباره حملې منصوبه، ايراني پوځ بيدار

Jul 8, 2025 - 12:14
 0  0
داسرائيلو په ايران ددوباره حملې منصوبه، ايراني پوځ بيدار

 داسرائيلو لخوا په ايران دممکنه دوباره حملې داندېښنې په نظر کښې نيولو سره ايراني فوج مکمل بيدار کړل شوے دے.

دايراني ميډيا ترمخه  ايران دټولو خطرو مخنيوي لپاره فوجي تيارۍ مکمل کړيدي، دايران سپريم ليډر ايت الله خامنه اي  مشير واضحه کړې ده چې که چرې حمله وشوه نو جوابي کارروائي به دوړاندې نه زياته شديده وي.

ايراني ټي وي وئيلي دي  صدر ډونلډ ټرمپ يوځل بيا داسرائيلو په حمايت کښې مخې ته راغلے دے  اؤ دهغه دنيتن ياهو سره اوسنۍ ليدنه دوړاندې نه ټاکل شوې ډرامه ګرځول کيږي.

 دايراني پوځ ترجمان وئيلي دي چې  دملک په خفيه مقاماتو په زرګونو ميزائيلونه اؤ ډرونز تيار ولاړ دي اؤ دا ځل به په جنګ کښې قدس ځواک، نيوي اؤ ارمي په مکمله توګه استعمالولے شي.

په ١٣مه جون اسرائيلو په ايران فضائي حملې شروع کړې وې چې پکښې دايران اعلي پوحي افسران او جوهري سائنسدانان وژل شوي وو، ددې نه پس ايران هم په اسرائيلي علاقو شديدې ميزائيلي حملې کړې وې چې پکښې ٢٨ اسرائيليان وژل شوي وو.

 په دې ١٢ وررځني جنګ کښې  دايران دزرو نه زيات کسان شهيدان شوي وو، امريکې  هم دايران فردو، نطنز او اصفهان کښې  په جوهري تنصيباتو  بمباري کړې وه او تباهي ئې خوره کړې  وه.

 اوس مهال د٢٤م جون راهسې جنګ بندي نافذ ده خو دبيا تاؤتريخوالي اندېښنې سيوا شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي