بنو کښې په ډزو دوه امنيتي اهلکار شهيدان

Feb 16, 2026 - 15:07
 0  1
بنو کښې په ډزو دوه امنيتي اهلکار شهيدان

بنو( وحدت خبر) بنو کښې په ډزو دوه امنيتي اهلکار شهيدان  شوي دي، دسرچينو ترمخه  دايفسي منزئي پوسټ مرتضي کښې دکواډ کاپټر ډرون حمله کښې دژوبل شوو ځوانانو دريکور کولو لپاره دفرنټئير کور کوړ قلعه په ټيم ډزې اؤ چاؤدنه شوې ده چې پکښې دوه ځوانان شهيدان اؤ پينځه نور ژوبل شويدي. شهيدشوو کښې لانسک نائيک باسط اؤ سپاهي عصمت الله شامل دي، ژوبل شوو کښې نائب صوبيدار زاهد، نائيک مدثر، سپاهي  اصغر، حوالدار شاه پور خان اؤ لانس نائيک جان شامل دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي