دوسائيلو باوجود زمونږ بچي دمحرومۍ په ژوند تيرولو مجبور دي، ايمل ولي
چارسده( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې دوسائيلو باوجود زمونږ بچي دمحرومۍ په ژوند تيرولو مجبور دي، ايمل ولي ولي خان پوښتنه کړې ده چرته چې نۀ سکول وي اؤ نۀ دلوبو ميدان نو رياست ته سوچ کول پکار دي چې هغوي دخپلو راتلونکو نسلونو نه څه توقعو لري؟، دۀ وئيلي دي چې رياستي پاليسۍ زمونږ ځوانان دقلم پحائے دټوپک راپورته کولو ته مجبوروي.چارسده کښې ال پاکستان اسفنديارولي خان فټبال ټورنامنټ دفائنل په موقعه پخپله وينا کښې ايمل ولي خان ووئيل چي په تعليم، ابادکارۍ، اين ايف سي اؤ اتلسم ترميم اے اين پي کله هم سمجهوته نۀ ده کړې، دۀ ووئيل چې په ائيني نکاتو زمونږ داعتراضونو ختمولو نه پس مونږ د٢٧م ائيني ترميم حمايت کړے دے، دۀ ووئيل چې امن جرګه دحکومت کار نۀ دے دترهه ګرۍ خلاف به کارروائي کول وي. عوام ددهشت ګردۍ نه تنګ شويدي، دۀ ووئيل چې اولس ددهشت ګردۍ خاتمه غواړي، ايمل ولي خان ووئيل چې دبدقسمتۍ نه دصوبائي حکومت واحده ترجيح دقيدي رهائي ده،دبدامنۍ خاتمه، دعوامو اؤ صوبې دترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره کومه منصوبه ددوي په ترجيحاتو کښې شامل نۀ ده. دۀ ووئيل چې ترڅو چې حقيقي عوامي نمائندګان نۀ وي راغلي، دمسئلې پائيداره حل ممکن نۀ دے. په پاکستان کښې دفارم ٤٥ اؤ ٤٧ په سهاره چليدونکي ناست دي اؤ په افغانستان کښې دټوپک په زور ډلې په اقتدار مسلطې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0