کراچۍ کښې دکور نه ددريوو زنانه ؤ لاشونه برامد

Sep 11, 2025 - 16:50
 0  1
کراچۍ کښې دکور نه  ددريوو زنانه ؤ لاشونه برامد

دکراچۍ ګلستان جوهر علاقې بهټائي اباد کښې ديو کور نه ددريوو زنانه ؤ لاشونه ترلاسه کړے شويدي، دپوليسو ترمخه  دقتل پېښه ملير کينټ تاڼې حدودو کښې شوې ده چرته چې نامعلومو کسانو په تيرې الې سره زنانه قتل کړيدي، افسوسناکه پېښه کښې يوه کم عمره ماشومه اؤ يو سړے هم ژوبل شوي چې  دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شويدي. دابتدائي معلوماتو ترمخه  دمړو شوو زنانه ؤ پيژندګلو دمينا، دانيه اؤ عاشي په نومونو سره شوې ده، پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړيدي. پېښه  دکورني نوعيت يا ذاتيدشمنۍ نتيجه کيدے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي