هندي طياره په احمداباد کښې لوئيدلې اؤ تباه شوې،٢٤٠ نه زيات مړۀ،يو مسافر محفوظ

Jun 12, 2025 - 22:34
 0  4
هندي طياره په احمداباد کښې لوئيدلې اؤ تباه شوې،٢٤٠ نه زيات مړۀ،يو مسافر  محفوظ

 دائيرانډيا لندن ته روان پرواز اے ائي -١٧١ نن غرمه دوه ويشت منټه کم دوه بجې  داحمداباد ائيرپورټ نه دروانيدو نه  څو منټه وروسته  داستوګنې علاقې ميګهائي نګر کښې راپريوتے اؤ تباه شوے دے.

 دحادثې په وخت په بوئنګ ٧٨٧ ډريملائنر طياره کښې ددوه وړو ماشومانو پشمول د٢٣٠و نه زيات مسافر او دعملې ١٢ غړي  سوارۀ وو.

 دريسکيو اپريشن په دوران دلاشونو ترلاسه کيدو سلسله روانه ده، دمړو شمير د٢٤٠و نه اوښتے دے چې پکښې په هاسټل کښې استوګن  زده کوونکي هم شامل دي.

يو مسافر په دې پېښه کښې بچ شوے چې پيژندګلو ئې درميش په نوم سره شوې ده.

ډي جي سي اے  تصديق کړے دے چې طياره دپرواز نه فوراً وروسته  دمے ډے کال ورکولو نه پس دائيرپورټ داحاطې نه بهر تللې اؤ تباه شوې ده، په طياره کښې اور لګيدلے اؤ لوګي ئې تر لرې ليدل شويدي.

دهند وزيراعظم نريندر مودي  په دې پېښه دافسوس اظهار کړے دے، پخپل يو ايکس بيان کښې نريندرمودي ليکلي چې  دا پېښه  په لفظونو کښې دبيانولو نۀ ده اؤ زړۀ ماتونکې ده، هغه وئيلي دغم په دې شيبه کښې زما خيالات دهر هاغه چا سره دي چې ددې پېښې په سبب اغيزمن شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي