مردان، دګيس چاؤدنې په سبب کور ړنګ،شپږ تنه مړۀ

Jun 9, 2025 - 18:31
 0  1
مردان، دګيس چاؤدنې په سبب کور ړنګ،شپږ تنه مړۀ

 دمردان علاقې ارم کالونۍ کښې  دګيس چاؤدنې له امله يو دوه منزله کور ړنګ شوے دے، دکور دچت راپريوتو په سبب شپږ کسان مړۀ اؤ دوه نور ژوبل شويدي.

 دمشهور تاجر امجد په کور کښې د شوې  ګيس سيلنډر چاؤدنې په سبب  ژوبل شوي کسان  هسپتال ته وړل شويدي.

 په مړو شوو کښې فواد ولد امجد، دفواد ميرمنه، ريان ولد فواد، عائزه ولد فواد، شاه فهد ولد امجد، طبي  دجواد لور شامل دي، ژوبل شوو کښې عائشه ولد فواد او دعا ولد جواد شامل دي.

بل لوري ته  پېښه کښې  دمړو شوو کسانو جنازه تيره ورځ يوولس بجې سټيشن نوښار روډ  کښې  ادا کړے شوې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي