ايران اسرائيل جنګ، بلوچستان کښې 70 فيصده پيټرول پمپونه بند

Jun 16, 2025 - 12:25
 0  0
ايران اسرائيل جنګ، بلوچستان کښې 70 فيصده پيټرول پمپونه بند

  دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ دجاري جنګ اثرات بلوچستان کښې پريوتل شروع شويدي، دکراسنګ پوائنټونو دلارې  دايراني تيلو دترسيل ودريدو په وجه دکوئټې پشمول په ټوله صوبه کښې دپيټرولو اؤ ډيزلو سخت بحران پيدا شوے دے، د٧٠ فيصدو نه زيات پيټرول پمپونه بند شويدي، دسرچينو وينا ده چې که چرې صورتحال همدغسې پاتې شي نو  دټولو پيټرول پمپونو دبنديدو اندېنه ده.

همدغه شان دپي ايس او انتظاميې موقف  دے چې  دمني پيټرول پمپونو بنديدو په وجه  دکمپنيو په پمپونو په طلب کښې څو چنده اضافه شوې ده، په څو ورځو کښې به   طلب پوره کړو.

 دسيمې دخرابيدونکي صورتحال په وجه دبلوچستان حکومت ايران سره پيوست تربت، پنجګور اؤ دګوادر  دټولو سرحدي کراسنګ پوائنټونو دنامعلومې مودې لپاره دبندولو احکامات جاري کړيدي اؤ په سفري راهدارۍ ئې بنديز لګولے دے.

 دايران اؤ اسرائيلو ترمينځ دروان جنګ په وجه په مکران ډويژن کښې  پيټرول ګران شويدي، دخوراک څښاک دڅيزونو ترسيل هم بند شوے دے، په ګوادر کښې ايراني پيټرول  په ١٩٠ روپۍ ليټر خرڅيږي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي