نيدرلينډز کښې دزرګونو خلقو دفلسطينيانو په حق کښې مظاهره

Jun 16, 2025 - 14:07
 0  0
نيدرلينډز کښې دزرګونو خلقو دفلسطينيانو په حق کښې مظاهره

په نيدرلينډز کښې دفلسطينيانو په حق کښې يونيم لک راټول شوي اؤ داسرائيلو دلاسه ئې دفلسطينيانو دنسل کشۍ خلاف احتجاج کړے دے.

 دنيدرلينډز ښار دي هيګ کښې  تيره ورځ داسرائيلو لخوا په غزه کښې دجاري فوجي کارروائيو اؤ ډچ حکومت پاليسيو خلاف لويه احتجاجي مظاهره شوې ده چې پکښې  دمنتظمينو ترمخه يونيم لک خلقو ګډون کړے دے.

 په احتجاج کښې زنانه ؤ، ماشومانو، مشرانو او ځوانانو ګډون کړے دے، دوي سور لباس اغوستے ؤ اؤ داسرائيلي جارحيت خلاف ئې ريډلائن قائم کړے دے.

مظاهره چيانو داسرائيلو خلاف نعره بازي کړې ده، ويناوې ئې کړي اؤ دبين الاقوامي انصاف دعدالت مخې ته ئې مارچ کړے دے، دا هاغه عدالت دے چې پکښې  جنوبيافريقې داسرائيلو خلاف دنسل کشۍ مقدمه دائر کړې ده.

مظاهره چيانو ووئيل  اسرائيل دې په غزه حملې ودروي، دانساني امداد فراهمي دې يقيني کړے شي، عالمي ورورولي دې دفلسطيني عوامو دحقونو تحفظ لپاره کردار ادا کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي