خېبرپښتونخوا کښې د٥٠ؤ لکو نه زيات ماشومان دسکولونو نه بهر دي، سردار حسين بابک
پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ دخارجه امورو سيکرټري سردار حسين بابک وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا کښې د٥٠ؤ لکو نه زيات ماشومان دسکولونو نه بهر دي، سردار حسين بابک وئيلي دي چې حکومت ته په دومره لوئې شمير کښې دماشومانو دسکول نه بهر کيدل په سنجيدګۍ سره اخستل پکار دي، دۀ وئيلي دي چې په ناخواندګۍ کښې اضافه الارمنګ ده، دماشومانو سکولونو ته راوستلو لپاره حکومت، والدينو اؤ کميونټي ته دموثره کردار ادا کولو ضوررت دے، دټولو والدينو ذمه واري ده چې ديو بهتر مستقبل لپاره خپل ماشومان دتعليم په کالي سينګار کړي، ددې مقصد لپاره والدينو، استاذانو اؤ کونسلز ته کليدي کرار ادا کول پکار دي، پخپل يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې ددهشت ګردۍ په وجه دخېبرپښتونخوا هرې څانګې ته نقصان رسيدلے دے. ناخواندګۍ اؤ دسکول نه بهر ماشومانو په شمير کښې داضافې وجه جاري بدامني هم ده. ددې ماشومانو سکولونو ته راوستلو لپاره عملي اقدامات پورته کول دوخت ضرورت دے، دې مقصد لپاره عامي نمائندګانو ته هم کردار ادا کول پکار دي. دتعليم اؤ تربيت عام کولو کښې معاشرې ته کردار ادا کول ضروري دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0