دخوارجو فتنه به مکمل ختمولے شي، ائي جي پي
دخېبرپښتونخوا ائي جي پي ذوالفقار حميد وئيلي دي چې ددير بالا غيورو عوامو دپوليسو ملګرتيا کولو سره په علاقه کښې امن قائم کړے دے. دخوارجو فتنه به مکمل ختمولے شي، ائي جي، ائي جي پي ذوالفقار حميد دچيف سيکرټري شهاب علي شاه سره ددير بالا او دير لوئير دوره کړې ده، پوليس ، ضلعي انتظآميې اؤ دعلاقې مشرانو سره هغوي دامن وامان په حواله په قومي جرګه کښې شرکت کړے دے، انسپکټر جنرل اف پوليس مقامي مشرانو ته په وينا کښې ووئيل چې دپوليس اؤ عوامو دشهيدانو وينه به نۀ ضائع کيږي. دۀ ووئيل چې دديربالا عوامو دامن بحالۍ کښې کليدي کردار ادا کړے دے، دهغوي ضلع دهغوي کور دے چې حفاظت ئې زمونږ دټولو مشترکه ذمه واري ده. په دې موقعه هغه دير پوليس ته جديده وسله، سنائپر رائفلز اؤ ګاډودورکولواعلان هم کړے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0