کراچۍ کښې دوه ترهه ګر ووژل شول

Jul 18, 2025 - 01:40
 0  1
کراچۍ کښې دوه ترهه ګر ووژل شول

 په کراچۍ کښې دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې او يوې خفيه ايجنسۍ مشترکه کارروايۍ کښې د کالعدم تحريک طالبان پاکستان دوه ترهه ګر وژل شويدي، ددوي دقبضې نه خودکش جيکټ اؤ وسله هم ترلاسه کړے شوې ده

 دسي ټي ډي ترجمان ترمخه  په حب ريور روډ مشترکه کارروايۍ په دوران دټي ټي پي سره تعلق لرونکي دوه عسکريت خوښي وژل شويدي.

 دترجمان ترمخه  دموچکو تاڼې حدودو کښې  ددهشت ګردو دموجودګۍ په اطلاع اسکاني محله کښې کارروائي شوېده.

بم ډسپوزل سکواډ خودکش جيکټ ناکاره کړے دے، لاشونه دقانوني کارروايۍ لپاره سول هسپتال کراچۍ ته منتقل کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي