کۀ صوبائي حکومت درياست ملاتړ نۀ کوي نو مجبوراً به ګورنر راج لګيږي،ګورنر

Dec 8, 2025 - 15:51
 0  1
کۀ صوبائي حکومت  درياست ملاتړ نۀ کوي نو مجبوراً به ګورنر راج لګيږي،ګورنر

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې  دصوبې حالات چې کله خراب شي نو بيا ګورنر راج لګيدے شي، دۀ وئيلي دي چې  کۀ صوبائي حکومت درياست ملاتړ کوي نو بيا خو سمه ده خو کۀ چرې کۀ صوبائي حکومت  درياست ملاتړ نۀ کوي نو مجبوراً به ګورنر راج لګيږي،ګورنر په پېښور کښې ميډيا سره دخبرو په دوران ووئيل چې  څوک به دصوبې يا اسلام اباد بندولو ته پرې نۀ ږدو،صوبائي حکومت ته دوفاق سره مرسته کول پکار دي، دۀ ووئيل چې  دټولو نه وړاندې رياست اؤ بيا سياست دے، دپاکستان فوجونو دملک لپاره قربانۍ ورکړيدي، ګورنر ووئيل چې  تيره ورځ دپي ټي ائي دجلسې مقصد څه ؤ، دا معلومه نۀ ده، دا ځل به پي ټي ائي په اسلام اباد کښې احتجاج ونۀ کړے شي، فيصله عدالتونو ته کول دي، په سړکونو کومې فيصلې نۀ کيږي. دۀ ووئيل دبلوچستان حکومت هميشه دوفاقي حکومت ملاتړ کړے دے. دۀ ووئيل جيل ته تلل کومه لويه خبره نۀ ده، دپاکستان هر لوئې سياسي شخصيت جيل ته تللے دے،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي