دشپې په تيارۀ کښې په پاکستان دهند حملې،26 پاکستانيان شهيدان،46 ژوبل

دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې ( ائي ايس پي ار) مشر ليفټننټ جنرل احمد شريف وئيلي دي چې په پاکستان کښې تيره شپه په تيارۀ کښې په شپږو مقاماتو شوو هندي حملو کښې ٢٦ پاکستاني وګړي شهيدان او ٤٦ نور ژوبل شويدي.
هند نيلم جهلم هائيډرو پاور منصوبه کښې دنوسيري ډيم اسټرکچر په نخښه کړے اؤ ورته ئې نقصان رسولے دے، پاکستان ددې جارحيت حق لري اؤ دخپلې مرضۍ په وخت، مقام او ذريعو په نظر کښې نيولو سره به جواب ورکوي.
دپاک پوځ ترجمان دبهارتي حملې وروسته دتازه ترين صورتحال په اړه بريفنګ کښې ووئيل چې په احمد پور شرقيه کښې مسجد سبحان په نخښه کړے شوے چې پکښې ١٣ کسان شهيدان شوي چې پکښې ددريوو کلونو ده ماشومانې هم شامل دي، ددې نه علاوه په شهيدانو کښې ٧ زنانه او څلور سړي شامل دي، دنه زنانه و پشمول ٣٧ وګړي ژوبل شويدي.
دۀ ووئيل چې دمظفراباد سره نزدې مسجد بلال دبهارتي جارحيت نخښه جوړ شوے چې پکښې درې وګړي شهيدان شوي او يوه ماشومه او يو هلک ژوبل شويدي.
دۀ ووئيل چې کوټلي کښې مسجد عباس په نخښه کړے شوے چې پکښې دشپاړسو کلونو ماشومه او داتلسو کلونو هلک شهيد شوي، دهغوي مور او لور ژوبل شويدي.
دۀ ووئيل چې په مريدکے کښې مسجد القرى په نخښه کړے شوے چې پکښې درې وګړي شهيدان او يو ژوبل شوے دے. په سيالکوټ کښې دمرګ ژوبلې اطلاع نشته، په شکرګړهـ کښې دهند په حمله کښې صرف يوې ډسپنسرۍ ته نقصان رسيدلے دے.
دۀ ووئيل چې په کنټرول لائن دشپې راهسې جاري دهند پارونکې ګوله بارۍ کښې پينځه معصوم وګړي شهيدان شوي چې پکښې يو دپينځه کلونو ماشوم هم شامل دے.
پوځي ترجمان ووئيل چې پاکستان ددشمن دجارحيت جواب ورکړے اؤ پخپله دفاع کښې ئې ددشمن پينځه طيارې اؤ يو جنګي ډرون رانسکور کړيدي، په بهارتي جنګي طيارو کښې درې رافيل، يو مګ ٢٩ او يو سخوئي ٣٠ شامل دي، ددې نه علاوه يو جنګي ډرون هم شامل دے.
دۀ ووئيل چې يو بهارتي طياره ايريا بهټنډا، يو جمو، اونتي پور، يو اکهنور او يو سري نګر کښې انرکوسه کړے شوې ده.
دۀ ووئيل پاکستان ائيرفورس دغه طيارې هاغه وخت رانسکورې کړې کله چې هغوي پاکستان په نخښه کړو، دۀ ووئيل طيارې هاغه وخت په نخښه کړے شوې چې هغوي بغير دجوازه او ضرورته په اشتعال انګيزۍ کولو سره دپاکستان علاقائي سالميت پامال کړو او دپاکستان وګړو ته ئې نقصان ورسولو.
What's Your Reaction?






