اسلام اباد هائيکورټ زمونږ لپاره بنده دروازه ده، سلمان اکرم راجه

Feb 26, 2026 - 01:55
 0  2
اسلام اباد هائيکورټ زمونږ لپاره بنده دروازه ده، سلمان اکرم راجه

 اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه وئيلي اسلام اباد هائيکورټ زمونږ لپاره بنده دروازه ده، سلمان اکرم راجه وئيلي دلته درخواستونه خو جمع کولے شو خو کومه اوريدنه ئې نۀ کيږي، ميډيا سره خبرو کښې دۀ ووئيل چې   عمران خان پورې  دهغه دډاکټرانو اؤ کورنۍ دلاسرسي يقيني کولو کوشش کوو. دۀ ووئيل عدالت هفته وار ددوه ملاقاتونو حکم کړے ، يوه ورځ دوکيلانو اؤ يوه ورځ دکورنۍ سره دملاقات ورځ ټاکل شوې وه. سلمان اکرم راجه ووئيل  هغه   دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سره چې عدالت ته پيش شو نو دجيل سپرنټډنټ ته ئې دملاقات کولو ووئيل، مونږ هم په دغه ورځ لاړو خو ملاقات له اجازت رانۀ کړے شو. دۀ ووئيل مونږ دتوهين عدالت درخواست دائر کړو خو هغه تر ننه ونۀ لګيدو. دۀ ووئيل هائيکورټ دخپل ارډر په حکم عدولۍ کوم ايکشن وانۀ خستو چې په دې سپريم کورټ ته په تګ کولو مجبوره شو. دۀ ووئيل دطبي معائنې لپاره مو هم درخواستونه دائر کړي خو په درخواست سماعت ونۀ شو. دۀ ووئيل دټوئټر په حواله دعمران خان خلاف يو کيس دسماعت لپاره مقرر دے. ددې کيس په حواله هم عدالت دپخواني وزيراعظم سره زما دملاقات کولو هدايت جاري کړے اؤ ما وئيلي چې دملاقات نه بغير دعمران خان له لوري جواب څنګه داخليدے شي؟ دۀ ووئيل زما ملاقات ونۀ کړے شو خو عدالت په دې کيس کښې کارروائي مخ په وړاندې بوتللې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي