بنو، دکاميابو مذاکراتو نه پس مظاهرينو احتجاج ختم کړو
بنو( وحدت خبر) په بنو کښې دبکاخيل قام مظاهرينو ضلعي انتظاميې سره دکاميابو مذاکراتو نه پس احتجاج ختم کړے دے، داحتجاج نه پس شهيده شوې ماشومه خاورو ته سپارل شوې ده،جونائي بکاخيل سيمه کښې دمارټر ګولې راپريوتو له امله نهه کلنه ماشومه سائمه په موقعه شهيده شوې اؤ شپږ کلنه ماشومه مروا ژوبل شوې وه. دمتاثره خاندان اؤ علاقې دخلقو الزام ؤ چې دمارټر ګوله ددره غونډيري پوسټ نه فائر شوې وه چې په ابادۍ راپريوتې، دماشومې وارثانو دهغې دتدفين نه انکار کړے ؤ اؤ سخت احتجاج ئې شروع کړے . دبکاخيل سلګونو مظاهرينو دملک حاجي ګل بازخان، مولانا ضابط علي خان، اؤ چئيرمين معصوم وزير په قيادت کښې بنو، ميرانشاه روډ باندې دماشومې مړے ايښودے ؤ اؤ احتجاج ئې شروع کړے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0