ملک کښې دعدليې په نوم کوم څيز نشته، عمر ايوب

Jul 25, 2025 - 15:58
 0  0
ملک کښې دعدليې په نوم کوم څيز نشته، عمر ايوب

دپاکستان تحريک انصاف رهنما اؤ په قومي اسمبلۍ کښې دحزب اختلاف مشر عمر ايوب وئيلي دي چې ملک کښې دعدليې په نوم کوم څيز نشته

 عمر ايوب وئيلي دي چې  دپارټۍ مشرانو ته غلطې سزاګانې ورکړے شويدي، زما دګرفتارۍ وارنټ جاري کؤے شوے دے، دواقعاتو نه څرګنديږي چې دا وخت په پاکستان کښې  دعدليې په نوم څه څيز نشته.

دۀ وئيلي دي چې دلته لاء اينډ ارډر نشته، عدل او انصاف به چاته ترلاسه شي؟ زما دوه سټاف ممبران دهري پور دجبري کلي نه پورته کړے شويدي، څلور ورځې کيږي، ددوي هيڅ پته ونۀ لګيده.

 دحزب اختلاف قائد پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې  احمدخان  اؤ دياسمين راشد په شمول نورو دپارټۍ مشرانو ته غلطې سزاګانې ورکړے شويدي، دا ټوټل يو فراډ روان دے. عمر ايوب وئيلي دي چې  دپي ټي ائي باني اؤ بشرى بيګم دتنهايۍ په قيد کښې ساتل شويدي، دوي ته سهولتونه نۀ ورکول کيږي، دپخواني وزيراعظم په حېث چې هغه ته کوم سهولتونه ورکول پکار وو، نۀ دي ورکړے شي، زمونږ دعا ده چې په پاکستان کښې زر امن راشي اؤ ملک ترقي وکړي.

دۀ ووئيل چې په پاکستان دفارم ٤٧ حکومت مسلط کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي