غزه کښې داسرائيلو حملې،38فلسطينيان شهيدان

دقطري خبري رسنۍ الجزيره وينا ده چې نن داتوار په ورځ دسحره راهسې په ټوله غزه کښې داسرائيلو لخوا په شوو حملو کښې لږ ترلږه ٣٨ فلسطينيان شهيدان اؤ ٢٠٤ نور ژوبل شويدي، دغه خبره دصحت وزارت کړې ده.
په ټيليګرام ورکړل شوي بيان کښې وئيل شويدي چې په دغه شميره کښې هاغه قربانيان نۀ دي شامل چې دشمالي غزه هسپتالونو ته وړل شويدي ، چې وجه ئې تر هغو پورې لاسي رسي کښې موجوده ستونزه ده.
درپورټ ترمخه د٧م اکتوبر ٢٠٢٣م نه راپديخوا په مجموعي توګه په غزه کښې دشهيد کړے شوو فلسطينيانو شميره ٥٣ زره ٩٣٩ ته رسيدلے دے اؤ همدغه شان يو لک ٢٢ زره ٧٩٧ کسان ژوبل شوي هم دي.
What's Your Reaction?






