امن زمونږ بنيادي ضرورت دے،دوزيراعلى په مشرۍ دکرمې جرګه

Aug 9, 2025 - 23:31
 0  2
امن زمونږ بنيادي ضرورت دے،دوزيراعلى په مشرۍ دکرمې جرګه

پېښور( وحدت خبر) وزير اعليٰ خيبر پښتونخوا علي امين خان ګنډاپور تر مشرۍ لاندې د امن و امن وامان  په اړه  د  علاقائي جرګو لړۍ پاې ته ورسېده. په دې لړ کښې څلورمه او وروستي مشاورتي جرګه   تيره ورځ  د وزير اعليٰ هاؤس پېښور کښې ترسره شوه، چې په کښې د ضلع کرم اپر، سنټرل او لوئر قبايلي مشرانو، د سياسي ګوندونو استازو او   متعلقه دصوبائي اسمبلۍ غړو  پۀ ګڼ شمېر کښې  ګډون وکړو.  د وزير اعليٰ د معلوماتو او عامه اړيکو مشاور بيرسټر محمد علي سيف، سينيټر نور الحق قادري، چيف سيکرټر شهاب علي شاه، او آئي جي پي ذوالفقار حميد  ترڅنګ متعلقه  کمشنر ، ډپټي کمشنر  او د پوليسو چارواکو هم په جرګه کښې ګډون درلودو. جرګې په خپلو سپارښتنو کښې د قبايلي مشران د جرګو جوړولو لپاره د وزير اعليٰ د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د کرمې ستونزه په سوله ييزه توګه حل کولو او سيمې ته ځانګړي پرمختيايي پيکيج ورکولو په خاطر د وزير اعليٰ او صوبائي حکومت   مننه کوي. په سختو حالاتو کښې د کرمې لپاره هيلي کاپټر سروېس پيل کولو او د خلقو سره د بشپړې مرستې لپاره هم د  وزير اعليٰ مننه کوي. د وزير اعليٰ ځانګړو هڅو سره کرمه کښې په اوس وخت کښې امن بحال شوے، خو دا امن بايد دوام وکړي. د کرمې اهل سنت او اهل تشيع دواړه د سيمې د امن لپاره يو ځائے دي او د دې په اړه حکومت سره هر ډول همکاري لپاره تيار دي. امن زمونږ بنيادي ضرورت دے، که امن وي، پرمختګ به وي.  جرګې غړو وويل چې مونږ د هر ډول ترهګرۍ خلاف يو، د امن لپاره د حکومت سره يو ځائے يو، او د مسئلې د حل لپاره بايد د وفاقي او صوبائي حکومتونو، امنيتي ادارو او سيمې د مشران ګډه ځواکمنه جرګه جوړه شي، تر څو د افغانستان سره مذاکرات وشي، ځکه چې د کرمې امن مسئله د افغانستان سره  تړلې ده . د سيمې خلقو ته د روزګار د ورکولو لپاره بايد د افغانستان سره تجارتي لارې پرانستل شي.  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي