پاکستان کښې دتاؤتريخوالي پېښو کښې اضافه راغلې ده، رپورټ

Oct 6, 2025 - 22:44
 0  2
پاکستان کښې دتاؤتريخوالي پېښو کښې اضافه راغلې ده، رپورټ

) په اسلام‌اباد کښې موجود د څېړنو او امنيت مطالعاتو مرکز (سینټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډیز – CRSS) وئيلي دي چې په تېرو درې مياشتو کښې په پاکستان کښې د ترهګرۍ پېښو او د ترهګرۍ ضد عملياتو له امله د تاوتريخوالي پېښو کښې ښکاره زياتوالے راغلے دے.

  د ياد مرکز د درې مياشتنۍ راپور له مخې، د تېرو درې مياشتو په پرتله د وژل شوو کسانو شمېر 46٪ زیات شوے، چې پکښې اولسي وګړي، امنيتي سرتېري او ترهګر ټول شامل دي. راپور ښائي چې د ترهګرو حملو او د امنيتي ځواکونو عملياتو په ګډون 329پېښو کښې 901 کسان وژل شوي او 599 نور ټپيان شوي دي.

 راپور خبردارے ورکړے چې 2025 کال ښائي له 2024 کال نه هم زيات خونړۍ وي، حال دا چې 2024 لا د تېرو لسو کلونو تر ټولو زيات  دتشدد نه ډک کال و. د CRSS په وینا، دا زياتوالے دا ښائي چې هم ترهګري زياته شوې او هم د ترهګرۍ ضد عمليات پراخ شوي دي. راپور وائي  که همدا حال روان وي، نو 2025 کال به د تېرو لسو کلونو تر ټولو خونړے کال وګرځي، سره له دې چې لا يو ربعه (سِمه میاشتې) پاتې ده."

د راپور له مخې، د 2025 کال په لومړیو درې ربعه مياشتو کښې 2414 کسان وژل شوي، چې دا شمېره د 2024 کال د ټول کال د وژنو (2546) ته ډېره نزدې ده.

تفصيلات دا هم ښائي چې:  د 2024 د جنورۍ نه تر ستمبر پورې 1527 کسان وژل شوي و، په همدغه موده کښې 2025 کښې دا شمېره 2414 ته رسېدلې  دا 58٪ زياتوالے ښائي راپور زياتوي:  په 2024 کښې د امنيتي عملياتو له امله 505 کسان وژل شوي وو (33٪)  ترهګرو بريدونو کښې 1022 کسان وژل شوي وو  خو 2025 کښې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له امله 1265 کسان وژل شوي، چې دا د ټول وژنو نيمه برخه جوړوي دا بدلون ښائي چې:  د رياست غبرګون ډېر سخت شوے دے، امنيتي ځواکونو ترهګرو ته ډېر زيان رسولے دے

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي